NEWS

په کابل کې یوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې

– کابل/ د وري٥ مه / باختر
يوې ځوانې نجلۍ په کابل کې ځانه وژنه کړې.
دغې نجلۍ پرون ناوخته په دشت برچي کې د حسین زاده سوداګریز مرکز له بام څخه ځان غورځولی دی.
د کابل د پوليسو يوې سرچينې له باختراژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه تاييد کړه.
هغه وويل چې دغې نجلۍ د سوداګريز مرکز له بامه ځان غورځولى دی.
تر اوسه د دغې ځان وژنې انګیزه نه ده معلومه.
د کابل پولیسو په سیمه کې د تحقیقاتو د پیل خبر ورکړی.
ذ

The post په کابل کې یوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې appeared first on باختر خبری آژانس.



Source: Bakhtar News Agency

Related Articles

Back to top button